یکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړی، د «نړیوال مقاومت د کشتیو کاروان؛ د تنظیمولو کمیټې، چې د غزې د کلابندئ د ماتولو لپاره تر ټولو لوي سمندري کاروان دی، اعلان وکړ چې ګډونوالو د ټولو احتمالي سناریوګانو لپاره روزنه ترلاسه کړې او په یکشنبې ورځې ،یعني د وږي یا سنبلې دمیاشتې په ۹ ئې له اسپانیا څخه د حرکت لپاره خپل چمتووالي ته دوام ورکړی د ی.
د دغه نوښت فعالانو، چې د غزې د کلابندئ د ماتولو لپاره تر ټولو لوي سمندري حرکت دی، له حکومتونو وغوښتل چې پر صهیونیسټي رژیم دباؤ واچوي څو د کشتیو دغه کاروان ته د خوندي تېریدو اجازت ورکړي. دوي ټینګار کوي چې غزه په تیرو کابو دوو کلونو کې د نسلوژنې جګړې او سیستماتیکې لوږې سره مخ ده.
د تنظیموونکې کمیټې ویاند د اسپانیا د حکومت له ملاتړه مننه وکړه او وې ویل چې د ۴۴ هیوادونو فعالان په کشتیو په دغه کاروان کې ګډون لري. هغه زیاته کړه چې روزنې د ټولو احتمالي سناریوګانو په اړه دي، په ځانګړي توګه وروسته له دې چې د اسرائیلو پوځ په تېر وخت کې په نړیوالو اوبو کې د غزې د کلابندۍ د ماتولو په هڅې کې څو کشتۍ نیولي هم وې.
د بشري حقوقو ډله «نړیوال صمود ائتلاف»، چې د غزې لپاره د سمبولیک بشري مرستو د استولو مسؤلیت لري، وئيلي دي چې د صمود کشتۍ کاروان د غزې له کلابند شوو خلکو سره د پایښت، مقاومت او نړیوالې پیوستون پیغام وړي.
د الجزیرې په وینا، د کشتیو دغه کاروان د بشري حقوقو فعالانو په مینځ کې «ګریټا تونبرګ»، سویډني فعاله چې په جون (غبرګولي) میاشت کې ئې د «ماډلین کشتۍ» په هڅې کې د غزې د کلابندئ د ماتولو لپاره برخه اخیستې وه، او پرتګالي سیاستواله، «ماریانا مورتاګوا»، هم شتون لري.
د کشتیو په دغه کاروان کې ۷۰ کشتۍ دي چې له دوو اصلي بندرونو څخه ئې حرکت کړی دی : د اګست ۳۱ مه (د وږي ۹ مه) په بارسلونا او د سټمبر ۴ (د وږي په ۱۳ مه) په تیونس کې. په دغه کاروان کې لکه «نړیوال غزه ته حرکت»، «د ازادۍ کشتیو د کاروان مبارزین»، «مراکشي صمود کشتئ» او «د ختیځې اسیا نوښتي کشتئ » په نامو سره کاروانونه ګډون لري.
د تنظیموونکو په وینا، د دغه نوښت موخه د غزې ناعادلانه کلابندئ ماتول، د نړیوالو خلکو په مستقیم اقدام کې ګډون، د بشري وضعیت او د اسرائیلو جنایاتو انعکاس او د غزې خلکو ته سمبولیک بشري مرستې وړاندې کول دي.
د صهیونیسټي رژیم رسنیو راپور ورکړی چې پرون یکشنبې ورځې د لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، امنیتي چارواکو او د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر په شتون کې یوه غونډه غزې ته د استول شوي کشتیو له تر ټولو لوي کاروان سره د مقابلې لپاره جوړیږي.
د دغو رسنیو په وینا، د دغې غونډې موخه د کشتیو دغه لوي کاروان سره د مقابلې لپاره د عملیاتي پلان څېړنه ده چې له څلورو هیوادونو – بارسلونا، سیسیل، یونان او تیونس – څخه د غزې په لور روان شوی دی.
له دې مخکې، د «ازادۍ کشتئ» سره تړلې «ماډلین» بادي کښتۍ، چې د غزې د کلابندئ د ماتولو په موخې سره د مصر د اسکندرئې شمالي اوبو ته واریده وه، د نړیوالو فعالانو له خوا د صهیونیسټي رژیم د تپلي کلابندئ پر وړاندې د یوه سمبولیک اقدام په توګه ترسره شوې وه.
همدارنګه، د «حنظله» کشتۍ د یکشنبې په ورځ، د سرطان ۲۲ مه، د ایټالیا په جنوب کې د سیراکوزا له بندر څخه د غزې د تړبند په لور حرکت وکړ؛ دا یو سمبولیک او بشري اقدام و چې د صهیونیستي رژیم د سمندري کلابندئ د بندولو، د غزې ملاتړ او په دغې سیمې کې د بشري ناورین په اړه د نړیوال پام جلبولو په موخې سره ترسره شو.
دا سفر د «د ازادۍ کشتئ د ائتلاف» (Freedom Flotilla Coalition – FFC) په چوکاټ کې ترسره شو، داسې ائتلاف چې د بېلابېلو ملیتونو د رضاکارو او مدني فعالانو څخه جوړ دی او له دې مخکې ئې په ۲۰۱۰ کال کې د غزې د کلابندئ د ماتولو لپاره د «ماوي مرمرې» مشهور کاروان تنظیم کړی و.
https://iqna.ir/fa/news/4302547